نړۍ

په عراق کې دناپيژندل شويو کسانو په ډزو کې څلور تنه ښځې ووژل شوې .

بغداد باختر د غبرګولي لومړي :
  دبغداد په ختيځ کې پرون دناپيژندل شويو وسله والو کسانو په بريد کې څلور تنه ښځې ووژل شوې او دوه تنه ټپيانې شوې .
وسله وال کسان دبغداد په ختيځ کې په يو کور بريد وکړ او په دغه کور کې په حاضروو ښځو  ډزې وکړې چې له امله يې څلور تنه ووژل شوې او دوه تنه نوريې ټپيانې شوې .
امنيتي ځواکونو دوژل شويو مړي عدلي طب ته او ټپيان دپيښې سيمې ته نږدې يو روغتون ته وليږدول .
بغداد هره ورځ دتاوتريخوالي  ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته