امنیت

له مشکوکوافرادو له شتون څخه دامنيتي مرکزونو پاکول دعملي او پرله پسي اقداماتو غوښتنه کوي .

په نوي پرمختيا کي  دهيواد دملي دفاع وزارت دملي اردو ديو شمير منسوبينو دنيولو خبر ورکړي دي  چې دهيواد دملي دفاع وزارت دمشرتابه په نظر مشکوک  ښکاريدل .

 په دي کې دشک ځاى نشته  چې دښمن له هر راز امکاناتو څخه په استفادي سره غواړي نظام ته زيان ورسوي او له هغو لارو چارو څخه چې دښمن په دي وروستيو وختو کې ورڅخه استفاده کړي ده له هغو افرادو څخه استفاده ده چې په بيلابيلو ډولونو دامنيتي ځواکونو په ليکو کې شامل شوي دي .

 دغه کسان له هر راز تعبير پرته دسيمې د يو شمير فعالو استخباراتي  سازمانونو په اشاره دامنيتي ځواکونو په ليکوکې شامل شوي دي . او په فرصت طلبي او دجنايت په ترسره کولو سره غواړي دامنيتي  مرکزونو  او په افغانستان کې دميشتو نړيوالو ځواکونو تر منځ اړيکي زيانمني کړي .

 دجمهور رييس ويندوي دڅو تروريستي پيښو او په بهرنيو عسکرو دبريدونو په باب وويل  ددغه ماجرا تر شاه له بهر څخه لاسونه شته چې غواړي انګيزه  رامنځته کړي او په يو ډول نه يو ډول دملي او نړيوالو ځواکونو ترمنځ ښه باور او اړيکو زيان ورسوي .

 دملي دفاع وزارت وروستي  ښيي  چې دچارو مسوولين ددښمن دغه چال ته هم متوجه شوي دي او غواړي له مشکوکو اوګومارل شويو افرادو له شتون څخه داړوندو مرکزونو ليکي پاکي کړي .

  دکارپوهانو په باور په دي لاره کې عملي اقدامات دپرله پسي  هلوځلو غوښتنه کوي ځکه مکار او فرصت غوښتونکي  دښمن هر څه چې په توان کي لري مصرفوي  چې دهيواد ملي امنيتي ځواکونو دبدنامي سبب برابر کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته