امنیت

د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/دلړم۷مه/باختر
د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ په بېلابېلو سیموکې د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
د هلمند له امنیې قوماندانۍ څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو نن په نهرسراج ولسوالۍ کې علمیات ترسره کړل.
سرچینه زیاتوي چې په علمیاتوکې د یوه قوماندان سیف العمر په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
په خبر خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې په عملیاتوکې ١٥ ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.
ویل کېږي په علمیاتوکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته