سیاست

تبصــره :

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
ولسي جرګې دملي دفاع وزارت  او دملي امنيت دلوى رياست نوماندانو ته دباور درايې په ورکولو سره  دهېواد په دفاعي  او امنيتي بنسټونو کې  دسرپرستۍ  بې سارې شخړه  پاى ته ورسوله   اوددغو بنسټونو مشرتابه ته يې  دواکمن  او له مسووليت څخه ډک کار زمينه برابره کړه .
دباخترآژانس مفسر ليکي :
ولسي جرګې  پرون   په خپلې  عمومي غونډه کې   دملي دفاع دوزير په توګه جنرال عبدالله خان حبيبي ته او دملي امنيت دلوى رئيس په توګه محمدمعصوم ستانکزي ته دباور رايه ورکړه.
دغه بنسټونه دملي وحدت د  حکومت له  جوړيدو وروسته  دسرپرستانو له خوا  اداره کيدل.
دسرپرستانو له خوا دهېواد دامنيتي او دفاعي بنسټونو اداره  ددغو ارګانونو په کار کې  دجدي ستونزو او تشو  درامنځته کيدو سبب شوې وه  او دملي وحدت د حکومت دمشرانوپه نسبت يې دبې باورۍ فضا برابره کړې وه .
يوشمير کسانو عقيده لرله  چې دملي وحدت د حکومت دمشرتابه ترمنځ  جدي اختلافونو  په ا منيتي اودفاعي بنسټونو کې دسرپرستوالي بهير اوږد کړى و  خو څو مياشتې مخکې دکورنيو چارو دوزير په توګه دجنرال تاج محمد جاهد ټاکنې او اوس دملي دفاع   دوزير په توګه دجنرال حبيبي  اودملي امنيت دلوى رئيس په توګه دمحمد معصوم ستانکزي ټاکنې په دغو بنسټونو کې دسرپرست والي ستونزه پاى ته ورسوله  اوپه دغو ارګانونو کې يې   دواکمن ، هدفمند او  ستراتيژيکي  کار لپاره  فضا مساعده کړه .
په تيرو وختونو کې  ددغو بنسټونو سرپرستانو  ځان  مقيد او بې صلاحيته  احساساوه او هغه کار چې بايد  ترسره کړى يې واى ،  نه شواى ترسره کولاى.
په داسې حال کې چې اوسنى نازک  حالت له مسوولينو څخه  دپروګرام او عمل  تحرک غواړي ځکه زموږ سرتيري او افسران  چې  دخپلو ټټرونو په ډال کولو سره   دملي ارزښتنو په دفاع کې دي  د جګړې په ډګر  او مديريت  کې دځينو ناخوالو له امله شکايت درلود او  اوس هيله کيږي چې  دپروګرام او عمل  او  دهغو  ژمنو په شتون کې چې دنويو مسوولينو له  خوا شوي دي وکولاى شو  حالت ښه کړو او دسرتيرو او افسرانو دژوندانه حالت ته  چې د جګړې په ډګرونو کې   له ګڼو ستونزو  خو له هېواد او  ديني او هېوادنيو ارزښتونو په نسبت  په مينې سره  ددښمنانوپه وړاندې دريدلي دي ، پاملرنه وشي.
دغو سرتيرو په وار وار دمهماتو،پوځي تجهيزاتو او داعاشې اواباتې دنشتوالي له امله شکايتونه کړي دي او سربيره پردې اوريدل شوي دي  چې  زموږ عسکر له دښمن سره په  جګړه کې  له خاصو بنديزونو او قيوداتو سره  م مخامخ دي .  هغه مسئلې  چې ددفاعي او امنيتي بنسټونو نوي مشران بايد ورسره يوځاى  شي  او ددغه شان ادعاو په وړاندې معقول ځواب ولري.  جنرال عبدالله خان حبيبي  خپل کار په هغو ټاکلو  ژمنوسره چې هماغه دملي دفاع وزارت کې  دمثبتوبدلونونو رامنځته کول ، ډله ييز مشارکت او دپوځيانو  د جنګي او دفاعي وړتيا دلوړولو لپاره يې کړي دي  ، پيل کړى دى.
ده دغه راز ژمنه  وکړه چې دسرتيرو او افسرانو دژوندانه دحالت په نسبت به پاملرنه وکړي اوله نورو بنسټونوسره په همغږۍ کې به دملي دفاع وزارت  ستراتيژيکۍ ، تکتيکي او اوپراتيفي   کچه لوړه کړي .
دغه راز محمدمعصوم ستانکزي هم  ژمنه وکړه چې دملي امنيت په اداره کې  به حالت بدل کړي او دغه اداره به   په ښو  امکاناتو او مديريت سره رهبرۍ کړي.
دغه څرګندونې دخلکو لپاره  له هيلو ډ کې دي ځکه خلک هيله لري  چې  دهېواد دفاعي او امنيتي بنسټونه   دملي ګټو او دهېوادنيو ګټو په توګه به    دهېواد دفاعي او امنيتي بنسټونه  وکولاى شي   بهرنيو دسيسو او توطيو ته ځواب ووايي او هغه وسله وال مخالفين  چې حاضر نه دي  دخبرو او تفاهم له لارې دستونزو په حل کولو لاس پورې کړي.  بايد دپوځي قوتونو لارښونه وکړي.
په اوس وخت کې نوي مسوولين  په نوې  او ژورې  ژمنې سره  صحنې ته راغلي
دي  خو دوى بايد په دې پوه شي چې خلک ددوى دکړنو  اوفعاليتونو په باب 
قضايي څارنه کوي .
دوى په اوسنيو شرايطو کې بايد  هلې ځلې وکړي  چې د خلکو قضاوت ددوى په پته يو نيک اومثبت کار وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته