کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٤ :
يو سړى له يوې اندازې نشه يي توکو سره په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.
پوليس وايي: دغه سړي غوښتل چې ٣٨ کيلوګرامه اپين له کابل څخه جلال آباد ته قاچاق کړي چې د کابل _ جلال آباد د لويې لارې په اوږدوکې د درونټې په ساحه کې د امنيتي مامورينوله خوا ونيول شو.
د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوي سړي د نشه يي توکو انډي په مهارت سره په يوه موټرکې ځاى پرځاى کړي و .
ده وويل: د دغه سړي ٣٨ کيلوګرامه اپين د پوليسو لاسته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ