کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په پرونيو ګډو عملياتو کې ٤٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٣ تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، کونړ ، پروان ، غزني ، ميدان وردګو، زابل ، روزګان ، فراه ، نيمروز ، بادغيس ، فارياب او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شول .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ