کابل باختر د لړم نهه ويشتمه :
د هلمند ولايت په مربوطاتوکې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې په لسګونه تنه د طالبانو له بند څخه آزاد شول .
د هلمند د ولايتي شورا غړي ميرزا حسين عليزاده د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د هېواد پوځيانو د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې ٣٦ تنه بنديان د طالبانو له جيل څخه آزاد کړل .
د عليزاده د څرګندونوله مخې: له دغوکسانو څخه څلور تنه پوځيان او زياتره آزاد شوي کسان ملکي وګړي دي چې د وسله والو طالبانو له خوا په بېلابېلو پلمو بنديان شوي وو.
په همدې حال کې د هېواد ځينو امنيتي مقاماتو ويلي دي چې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه تېره شپه له وسله والوطالبانوڅخه د دغه جيل په نيولو بريالي شوي دي .
عليزاده وايي چې وسله والو طالبانو له بېلابېلو سيموڅخه دغه کسان له کوم دليل پرته نيولي وو .
ويل کيږي څلور تنه وسله وال طالبان چې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دعملياتو په وخت کې يې د دغه جيل په وړاندې مقاومت کاوه؛ له څو دقيقو وروسته وژل شوي دي .
د هلمند د ولايتي شوراغړي عليزاده زياته کړه: په هلمندکې طالبانو څو جيلونه جوړ کړي چې زياتره هغه کسان چې په بېلابېلو پلمو نيسي؛ بنديانوي .
0 1 دقیقه لوستل