اقتصاد

په ننګرهارکې د تيلو په يو ټانک کې اورلګيدنه

کابل – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
د ننګرهار ولايت تېره شپه د يوې اورلګيدنې شاهد و.
دغه اور د سره رود ولسوالۍ د تيلو په يو ټانک کې هغه وخت ولګيد چې کارګرانو غوښتل د يو ټانکر تيل بلې ټانکرته وليږدوي.
د ننګرهار ولايت د سره رود دولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه اور د ټانک د جنراټور د شارتۍ له امله لګيدلى دى.
په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى خو د تيلو بار يو ټانکر سوځيدلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته