امنیت

دقندهار په هوايي ډګر دراکټي بريدرپوټونه ردشول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٩ :
په قندهار ولايت کې  سيمه ييزو مقاماتو هغه رپوټونه رد کړل چې ويل کېږي  ددغه ولايت په هوايي ډګر راکټي بريدشوي دي .
نن ځينو پاکستاني اوافغاني  رسنيو خبرورکړ چې دقندهار په هوايي ډګر نن غرمه ټيک  ديوې پاکستاني مسافر وړونکې الوتکې دالوتنې په وخت کې دوسله والو طالبانو له خوا راکټي بريد وشو.
ددغو  خبرونوله مخې دغې الوتکې سپرلۍ دپاکستان دکويټي ښار ته ليږدولي.
دقندهار دهوايي ډگر امر احمدالله فيضي له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه رد کړه.
دفيضي  دڅرگندونوله مخې په دغه هوايي ډګر نن راکټي بريد نه دى شوي.
دافغانستان قندهار ته د  پي  آي   اي   په نامه  دپاکستان دهوايي شرکت دالوتکو الوتنې له يوې اوونۍ را په دې خوا پيل شوي دي.
ددغه شرکت الوتنې سپرلۍ له قندهار څخه کويټې ته اوله دغه ځاى څخه قندهار ته ليږدوي.
دقندهار سيمه ييزو مقامات دځينو پاکستاني رسنيو له خوا ددغه شان خبرونو خپرول ددغه ولايت دهوايي ډګر دبدامن ښودلو اوپه افغانستان کې دهوايي شرکتونو دفعاليت دکمښت په لاره کې هلې ځلې  بولي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته