امنیت

دکورنيوچارو وزارت:د ملکي وګړو د سر د زيان په سلوکې د ٩٥ عامل طالبان دي

کابل باختر دسلواغې شلمه :
دکورنيو چارو وزارت مقاماتو د وسله والوطالبانو له خوا دملکي وګړو وژل وغندل.
دباخترآژانس دخبر له مخې: يوه نوى رپوټ چې په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان د معاونيت د دفتر ( يوناما) له خوا خپور شوى دى؛ په ٢٠١٣ ميلادي کال کې په افغانستان کې په سلوکې٩٥ د ملګي وګړو د سر د زيان عامل طالبان بللي دي او ټينګار يې کړى دى چې دغې ډلې ډير زيات زيان ملکي وګړو ته اړولى دى.
دکورنيو چارو وزارت مقامات په داسې حال کې چې د وسله والوطالبانوله خوا په ملکي وګړو بريد په کلکه غندي ، ټينګار کوي چې لاتراوسه پورې هم د پخواپه شان  د ډال په توګه له ملکي وګړو څخه کار اخستل، پر ماشومانو او ښځو بريد، په ملکي  وګړو بريد، په جوماتونو، مقدسه اماکنو او رستورانتونو بريدونه د دغې ډلې په تروريستي  پروګرامونو او هدفونوکې شامل دي او له ملي او نړيوالو غندلو سره سره چې د وسله والو طالبانو دغه ناوړه او ډارن کړه وړه له ځان سره لري؛ لا تراوسه پورې هم ددغې ډلې په تروريستي هدفونوکې چې قرباني يې زياتره ملکي وګړي دي؛ کوم  بدلون نه دى ليدل شوى .
جوته ده چې په ملکي وګړو بريد او د ډال په توګه له هغوى څخه کار اخستل داسلام دمبين دين له لارښوونو اوله ملي او نړيوالو قوانينو اومقرراتو سره په ضديت کې دى اوهيڅ راز توجيه نه شي لرلى. يوخطرناک چلند چې  د ملکي  وګړو د قرباني کيدو عامل بلل کيږي؛ په واټونوکې د ماينونو ښخول دي  چې د طالبانو له خوا په پراخه توګه ورڅخه استفاده کيږي .
دکورنيو چارووزارت له خوا د وړاندې شويو شميرنو له مخې: د دولت وسله وال مخالفين په افغانستان کې په سلوکې د ٩٥ ملکي وګړو د سر د زيان اصلي عامل دى.
ديادونې وړ ده چې د افغانستان دملي پوليسو ځواکونو له څوکلونوراپديخوا هلې ځلې کړې دي چې په بشپړ دقت سره خپل تروريستي ضد عمليات ترسره کړي او د ملکي وګړو د سر د زيان د مخنيوي په خاطر يې خپل ټول توان په کار اچولى دى .
  لکه څنګه چې په تير يو کال کې د افغانستان د ملي پوليسو په هيڅ تروريستي ضد عملياتوکې ملکي وګړوته د سر زيان نه دى اوښتى او دغه راز  هلې ځلې روانې دي چې د پوليسو عمليات په پوره دقت او احتياط سره ترسره شي او دعملياتو د ترسره کولو په وخت کې دجګړې ټول اسلامي، ملي او نړيوال اصول په پام کې ونيول شي  او د ملکي او د بې دفاع وګړو له مرګ ژوبلې څخه ډډه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته