امنیت

په هلمند کې ۱۸ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکر ګاه باختر لړم د مياشتې ۲ مه
د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې د افغان ګډو امنيتي ځواکونو په پیل شويو چاڼيزو عملیاتو کې اتلسو تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند ولایت د والي وياند عمر ځواک باختر اژانس ته وویل چې ګډو امنيتي ځواکونو د ګرمسېر ولسوالي په خاري سيمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې چاڼيز عمليات پیل کړي دي.
ځواک زياته کړه چې تر دې مهال په پیل شويو عملياتو کې ديارلس تنه وسله وال وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې دغه راز ګډو امنيتي ځواکونو په روانو عملياتو کې شل بېلابېل ماينونه شنډ کړي او دوه ایکم مخابرې هم د دوی لاس ته ورغلي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته