سیاست

دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دسريلانکا د دموکراتيک سوسيالستي جمهوريت له نوي سفير سره وپيژند ګلوۍ کتنه وکړه .

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٩
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې دسريلانکا د دموکراتيک سوسيالستي جمهوريت له نوي سفير طاهه نجم الدين سره دپيژندګلوۍکتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:په دې کتنه کې لومړى دبهرنيو چارو وزير په نوې دنده کې دسريلانکا سفيرته مبارکي وويله او دهغو دندو په ترسره کولو کې يې د ده دبرياليتوب هيله وکړه چې په مخکې يې لري.
دبهرنيو چارو وزير دافغانستان او سريلانکا ترمنځ ديپلوماتيکي دوستانه اړيکو ته په اشارې سره په بيلابيلو برخو کې ددوه اړخيزو همکاريو دپراختيا غوښتنه وکړه .
وروسته په کابل دسريلانکا نوي سفير دافغانستان لپاره دسريلانکا د دموکراتيک سوسيالستي جمهوريت دسفير په توګه دځان دټاکل کيدو له امله خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو دپراختيا او پياوړتيا په لاره کې به هر اړخيزې هلې ځلې وکړي.
ده زياته کړه چې هيواد يې د طبابت په برخه کې زيات پرمختګونه او برياليتوبونه لري او افغانستان کولاى شي له هغو متخصصانو څخه استفاده وکړي چې په دې برخه کې ښيې او علمى تجربې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته