امنیت

څلرويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل _باختر د ثور دمياشتې ٨:
د ننګر هار ولايت په مربوطاتوکې د وسله والوطالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول.
دننګر هار ولايت د امنيې قو ماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
وسله والوطآلبانو تېره شپه د حصارک ولسوالۍ په امنيتي پو ستو او د دغې ولسوالۍ په قرارګاه بريدونه وکړل چې د ملي پوليسو له مقاومت سره مخامخ شول او وسله وال طالبان د سر د زيان په زغملوسره له سا حې څخه وتښتيدل.
په دغو بريدونوکې يوملي پوليس شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز په خبرکې ويل شوى دى چې د ملي پوليسو موظفينو اووه تنه پاکستانيان د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته