سیاست

ددوديزي لويي جرګي کميټو نن غونډي وکړي

دسولې دپروګرام ددوام په باب خبري ددوديزي لويې جرګي د کميټو دنننۍ کاري اجندا څخه و.

دکميټودغونډو په پيل کې دجوړيدو له وخت څخه دپروفيسر استادبرهان الدين رباني ترشهادت پوري دسولې دعالي شورا دکارونو رپوټ استازو ته وړاندې شو.

دسولې دعالي شورا دکارونوله مطالعې وروسته په هيواد کې دسولې اوثبات دتامينولو دپروګرام ددوام دلارو چارو په باب په شپږو مهمو ټکو خبري وکړي .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دملي روغې جوړې په لاره کې دحکومت په پاليسي کې بدلون دسيمي دهيوادونو دلاسوهنو دمخنيوي په خاطر دحکومت له خوا دباور درامنځته کولو دښولارو چارو ، داغيزمنو اقداماتو دنيولو چې دسولې دتامينولو په برخو کې ښيې نتيجي ترلاسه شي، د ګړندي کولو دلارو چارو ، په ولايتونو کې دسولې له بهيرسره دمخالفانو دپيوستون دبهيردټينګښت او پياوړتيا، په هيوادکې عادلانه سولې ته درسيدو په مقصد له مخالفينوسره دخبرو اومفاهمي لپاره دمعقولو لارو چارو څيړنه اودافغانستان خلکو ، وسله والو مخالفينو، ګاونډيو هيوادونو اونړيوالې ټولنې ته دجرګي داستازو دپيغام اوهيلو دبرياليتوب لپاره دسولې اوملي روغې جوړې دپروګرام دبرياليتوب په باب شپږټکي ددوديزي جرګي د کاري کميټو دنننيو غونډو له خبرو څخه و.

ټولو کميټو ټينګار کاوه چې له طالبانوسره دسولې دخبرو او دسولې دبهير ددوام دمخکني شرط په توګه دسولې دشهيد استاد برهان الدين رباني دشهادت دتحقيق اوڅيړنې له پيل څخه وروسته ترسره شي .

ټاکل شوې ده سبا له امريکا سره دستراتيژيک تړون لاسليک او ددولت له وسله والو مخالفينوسره دخبرو دلارو چارو په باب دکاري کميټو سلامشوري او نظريې عمومي غونډې ته وړاندې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته