امنیت

دهيواد امنيتي مسوولينو ددويم پړاو انتخاباتو دامنيت دتامينولو ډاډ ورکړ.

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دکورنيو چارو وزير، دملي امنيت دلوى رياست سرپرست او دملي دفاع وزارت دځمکنيو ځواکونو لوى قوماندان نن په يوه خبري غونډه کې دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو دامنيت د تامينولو په خاطر  دځمکنيو ځواکونو دتياري په اړوند معلومات ورکړل .
  دباختراژانس دخبر له مخې،  په دې غونډه کې  دکورنيو چارو وزير  محمد عمر داود زي دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو دامنيت دتامينولو په خاطر دملي پوليسو دتياري په اړوند معلومات وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې دملي پوليسو ټولو ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې په انتخاباتو کې دې بيطرفه پاتې  شي او دانتخاباتو دامنيت دتامينولو په خاطر دې زياتې  هلې ځلې وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې دملي دفاع وزارت دځمکنيو ځواکونو لوى قوماندان جنرال  مراد علي مراد او دملي امنيت دلوى رياست سرپرست رحمت الله  نبيل  دجمهوري رياست  ددويم پړاو انتخاباتو دامنيت دلاښه تامينولو  په لاره کې دخپلو اړوندو ارګانونو دتياري  په باب  څرګندونې وکړې  او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د انتخاباتو په ورځ دې په ډاډه زړه دراى ورکولو  صندقوونو ته لاړ شي او خپله رايه دنطر وړ نوماند په ګټه وکاروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته