امنیت

د يو قوماندان په ګډون اته تنه طالبان ونيول شول.

کابل – باختر د د غبرګولي دمياشتې ٢٦
دهيواد په جنوب زون کې دامنيتي او دفاعيي ځواکونو په ګډو چاڼيزو او محاربوي عملياتو کې د طالبانو ديوه قوماندان په ګډون اووه تنه طالبان ونيول شول او ٤٩ ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دعامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغو عملياتو په بهير کې چې له نورو امنيتي ځواکونو سره د ٢٠٥ اتل قول اردو دجزوتامونو له خوا دشفق په نامه د زابل ولايت په شاجوي او د روزګان ولايت د دهراود دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول دميرکلام په نامه د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون اته تنه طالبان ونيول شول .
د يوه اړونده خبرځاى د څرګندونو له مخې: ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه جنګي وسايل او ٤٩ ډول ډول ماينونه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته