سیاست

امريکا په کابل کې د ستراتيژيکي همکاريو دفتر جوړوي .

دافغانستان د بهرنيو چارو  وزارت  :  موږ  د دغه دفتر دجوړولو هرکلي کوو.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تصميم نيولى دى  له  کابل او اسلام آباد سره  دستراتيژيکي همکاريو په نامه  دخپل هيواد بهير چارو وزارت په چوکاټ  کې يو دفتر جوړ کړي  .
دسپينې مانۍ خبرځايونو ويلي دي جمهور رييس اوباما به ددغه  دفترد جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي  چې د امريکا ، افغانستان او پاکستان ترمنځ ستراتيژيکي اړيکې پياوړې او اجراييوي  زمينې يې آسانه  شي .
اوباما ويلي دي دغه  دفتر يو موقت دفتر دى چې په  واشنګتن ، کابل او اسلام آباد کې به  د  امنيتي مسوليتونو   د  ليږدونې په  پړاو کې د يپلوماتيک  شتون دپياوړتيا  سبب شي.
خو دهيواد دبهيرچارو د وزارت ويندوى جانان موسي   زي د دغه تصميم په باب وايي د ډول  ډول مسلو په اړوند د بيلابيلو دفترونو جوړول  د دولتونو تصميم دى ځکه خپلواک دولتونه کولاى شي له نورو هيوادونو سره دخپلو چارو  او اړيکو پرمخ بيولوپه باب لازم اقدامات  ترلاس لاندې ونيسي.
ده وويل که چيرې  دافغانستان اوپاکستان  لپاره دامريکا دستراتيژيکي همکاريو ددفتر   جوړول  دافغانستان او امريکا ترمنځ  دهمکارۍ  دښه والي او داړيکو دپياوړتيا اوپراختيا په  لاره کې ګټور وي موږ يې هرکلى  کوو له دې پرته له امريکا  سره داوږد مهالو ستراتيژيکي همکاريو  دموافقه ليک په چوکاټ کې يو ګډ کميسيون لرو  چې خپلې غونډې  مو په منظم ډول په کابل  او واشنګټن کې جوړي کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته