امنیت

دبغلان په بورکې ولسوالۍ کې دافغان پوځيانو پرمختګ

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه :
دبغلان  ولايت دبورکې ولسوالۍ لپاره دطالبانو  دنومول شوي ولسوال قرارګاه نن دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوه .
دبورکې ولسوال مولوي شمس الدين  شهاب باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت په بورکې ولسوالۍ کې دنويو ځواکونو دعملياتو په بهير کې  دبورکې ولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي ولسوال ملا وکيل قرارګاه  د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو
په دغو عملياتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  ٤ تنه نور ونيول شول او ددښمن يوه زياته اندازه مهمات ، يوه داشکه او  شپږ موټرسايکلونه دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
دغه عمليات دوسله والو طالبانو دفعاليتونو دشنډولو او له منځه وړلو په خاطر پيل شوي دي او دوسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ ترپاکولو پورې دوام لري .    ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته