امنیت

وسله والو طالبانو ٧ تنه مسافران وتښتول

کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٦نيټه :
دافغانستان په لويديځ کې وسله والوطالبانو اووه تنه مسافران وتښتول.
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛  وسله والو طالبانو نن له  غرمې مخکې د فراه  د لويې لارې دبالابلوک ولسوالۍ په لاره کې د يوه مسافر وړونکي بس  موټر              په درولو سره اووه تنه مسافران له ځان سره بوتلل.
د دغې پيښې يو عيني شاهد باختراژانس ته وويل ؛ وسله والو طالبانو واټ  دترافيکو پرمخ وتاړه او  زموږ له موټر څخه يې اووه  تنه مسافران   له   وهلو او ډبولوسره ښکته کړل اوله  ځانه سره يې بوتلل.
په همدې حال کې د هېواد په لويديځ  کې دپوليسو يوه قوماندان له رسنيوسره  په اړيکه کې دفراه په لويه لاره کې د اوو تنومسافرانو تښتول تائيد کړل او ويې ويل چې د طالبانوله منګولو څخه ددوى د ژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري.
دپوليسو دغه مقام وايي تښتول شوي کسان ملکي وګړي دي  چې دکار لپاره يې  فراه ته  تګ راتګ کاوه .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .    پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته