
کابل باختر د زمري شپږمه :
دروزګان ولايت له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي اولګښتي توکو مرسته وشوه .
دغه مرستې د مرستندويو بنسټونوله خوا د اړو کورنيو لپاره برابر شوي دي .
دروزګان ولايت يو سيمه ئيزخبريال باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې له درې سوه شلو کورنيو سره دخوراکي او لګښتي توکو مرسته شوې ده .
زياتره دغه کورنۍ جګړه ځپلې او له پاکستان څخه راستانه شوي دي .
دروزګان ولايت سيمه ئيز مقامات وايي هلې ځلې کوي چې دمرستندويو بنسټونو په همکارۍ اړو کسانو ته دزياتې مرستې لپاره زمينه برابره کړي .
پاي_ ج _ اکرم