اقتصاد

د افغاني لاسي تولیداتو کارونه د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا او فرهنګي بډاینې سبب کیږي.

-میدان ښار دکب دمیاشتی شلمه باختر
د میدان وردګو والي وايي ټول ولسونه باید د افغان میرمنو په لاس له جوړو شویو تولیداتو څخه استفاده وکړي؛ ځکه دغه کار د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او دافغاني فرهنګ دبډاینې سبب کیږي.
دا څرګندونې  حیات الله حیات پرون د مارچ په اتمې د ښځو دنړیوالۍ ورځې په مناسبت د لاسي تولیداتو جوړ شوی نندراتون څخه دلیدنې پرمهال وکړې.
حیات وویل، چې ټول ولسونه دې افغاني تولیدات وکاروي، څو له یوې خوا یې د خپل فرهنګ سره سمه چاره ترسره کړي وي او هم یې له دې لارې د هغو میرمنو او کورنیو لاسنیوی کړي وي، چې افغاني لاسي تولیدات جوړوي.
په دې نندارتون کې، چې د ښځو نړیوالۍ ورځې په مناسبت جوړ شوی وو بیلا بیل افغاني لاسي تولیدات او ډول، ډول جامې نندرارې ته ایښودل شوي وو.
له نندراتون څخه بیلا بیلو دولتي مشرانو، ښځو او نارینو لیدنه وکړه او هم یې د خپلې اړتیا او خوښې وړ یوشمیرتوکي وپیرودل.
د ښځو چارو رییسې وحیدې ښکلې په سوداګرو او نورو اړونده مسولو ادارو غږ وکړ، څو د میرمنو دلاسي تولیداتو لپاره د پلورنې ښه بازار برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته