ټولنه

هيوادوالو دنيالګيو دايښودلو دپروګرام هرکلۍ وکړ .

 

کابل -باختر دکب  اتلسمه :

 کابل ښاريانو دنيالګيو دايښودلو دپروګرام هرکلۍ وکړ او دنيالګيو روزنه يې دښار دککړې فضا دپاکولو لپاره يو ګټور  کار وباله .

 په کابل کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام پرون دکابل ښاروالۍ له خوا پيل شو او دکابل ښاروال دڅرګندونو له مخې، په دې پروګرام کې نږدې يو مليون نيالګي دواټونو په غاړو او ګلدانونو ، تفريحي پارکونو دغرونوپه لمنو او غونډيو،عامه سيمو، دجوماتونو ، ښوونځيو او دنورو ساحو په انګړونو او شاوخوا کې ايښودل کيږي .

 دشش درک اوسيدونکى احمد ذکي دباختراژانس خبريال ته وويل، له شک پرته نن زموږ ښار له هرڅه څخه زيات دفضا دککړتيا دکمښت په خاطر دنيالګيو ايښودلو ته اړتيا لري او داکار کولاي شي په راتلونکي کې دژوندانه لپاره ډاډآمنه فضا برابره کړي .

 احمد ذکې وويل: هر هيوادوال مسووليت لري چې نيالګي کيږدي او هغه ته اوبه ورکړي او ويې روزي چې په ونې بدل شي او فضا پاکه او ښار سمسور کړي .

 ددريم مکروريان اوسيدونکى سيد اديب وايي کابل ښاروالۍ بايد دغه پروګرام  په پراخه توګه تبليغ کړي چې دکابل ښار هر اوسيدونکى په دې پوه شي چې دينالګيو روزنه دښار دښکلا ، سمسورتيا او پاکوالى لپاره ډير ارزښتناک دى .

 ده وويل چې هر هيوادوال بايد دنيالګيو په ايښودلو او دهغو په روزنه اوخړوبولو کې خپل رول ولوبوي .

 دتايمنيو دپنځم سړک اوسيدونکى احمد طارق دکابل ښاروالۍ دنيالګيو دايښودلو دپروګرام هرکلۍ وکړ او څرګنده يې کړه چې دى په دې پروګرام کې فعاله ونده اخلي او له نورو ځوانانو څخه يې هم وغوښتل چې دنيالګيو دايښودلو په پروګرام کې ونډه واخلي .

  د قلعچې  اوسيدونکى مسيح الله باختراژانس ته وويل، دايښودل شويو نيالکيو په ساتنه او پالنه کې ټول مسووليت لري او په  دې خاطرچې ونې دښار فضا پاکوي او دښار پاکوالي دښاريانو په روغتيا او سلامتيا پورې اړه لري نو هر څوک چې نيالګي مات کړي بايدتر عدلي څارنې لاندې ونيول شي او دنيالګيو له منځه وړل جرم وبلل شي .

 يوبل ښاري ذبيح الله علم وويل، په تيرو کلونوکې هم کابل ښارالۍ يو زيات شمير نيالګي دښار په بيلابيلو ساحوکې کيښودل خولکه څنګه چې لازمه وه پاملرنه ورته ونه شوه .او اوبه ورته ورنه کړاي شوې .

 ده دکابل ښاروالۍ له مقاماتوڅخه وغوښتل چې دنيالګيو په ساتنه اوخړوبولو کې لازمې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته