جلال آباد باختر دتلې دمياشتې دويمه نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د نشه يي توکو دوه کارخانې کشف او له منځه يوړول شوې.
پوليس وايي چې دغو کارخانو د خوږياڼيو ولسوالۍ په خدرخيلو کلي کې موقعيت درلود .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: امنيتي مامورينو د دغو کارخانو له کشف وروسته په سلګونو کيلوګرامه نشه يي او کيمياوي توکي وسوځول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: د دغو کارخانو د ويجاړولو په وخت کې د هغوى مالکان په ساحه کې موجود نه وو.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ