امنیت

دهېواد دختيځ په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو دټوپونو د ډ.زو او دمرګانيو راکټي بريدونو دوام .

-کابل  باختر د تلې  ديارلسمه :
دهېواد دختيځ په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو دټوپونو ډزې  او راکټي بريدونه هماغه شان دوام لري .
ويل کيږي چې دغه راکټي بريدونه او دټوپونو ډزې بيا د کونړ او ننګرهار دولايتونو  په ځينو سيمو پيل شوي او دوام لري .
په ډير نوي مورد کې دننګرهار او کونړ دولايتونو ځينې سيمې دلسګونو توغنديو دلګيدو ډګر دى خو ويل کيږي چې په دغو نويو بريدونوکې مرګ ژوبله نه  ده اوښتې .
درې ورځې  مخکې په ننګرهار ولايت کې دپاکستاني پوځيانو په  بريدونوکې دوه تنه ماشومان شهيدان شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې دپاکستاني پوځيانو په نويو راکټي بريدونو او دټوپونو په ډزو کې چاته زيان نه دى اوښتى .
دوړاندې شويو ارقامو له مخې ، په تيرو دريو اوونيو کې يواځې دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې  دډيورنډ له کرښې اخوا څخه څه ناڅه يوسلو پنځوس توغول شوي توغندي لګيدلي دي .
دغه بريدونه دسردزيان او دمالي تاوان داړولو تر څنګ ، ددې سبب شوې دي چې په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو او تاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
له بلې خوا هم دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو جګپوړي قوماندان وايي چې دکونړ ولايت په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو له خوا دوروستيو راکټي بريدونو او دټوپونو دډزو له امله دسر زيان نه دى اوښتى.
دهېواد په ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو د ټوپونو ډزې او راکټي بريدونه کابو شپږ کاله مخکې پيل شوي دي .
دغه بريدونه ددې سبب شوي دي چې په زرګونو کورنۍ له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
تراوسه پورې دپاکستاني  پوځيانو ددغو راکټي  بريدونو او  دټوپونو دډزو دبندولو لپاره دافغان مقاماتو هلوځلو کومه نتيجه نه ده ورکړي .
په وروستي  اقدام کې افغانستان په رسمي ډول ددغو راکټي بريدونو او دټوپونو د ډزو له امله له پاکستان څخه دملګروملتو دسازمان امنيت شورا ته شکايت وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته