نړۍ

روسيې د ملګرو ملتو په سازمان کې له ټولپوښتنې مخکې څو هيوادونه ګواښلي و

نيويارک – وى او اى نيوز- باختر د وري دمياشتې ١٠
د ملګرو ملتو په سازمان کې يو شمېر ډيپلوماتانو ويلي دي چې ددغه سازمان په عمومي ټولنه کې د پنجشنبې د ورځې له ټولپوښتنې مخکې له روسيې سره دکريميا د ټاپو وزمې د پيوستون د غندلو په باره کې د ملګرو ملتو په سازمان کې ددغه هيواد استازي څو هيوادونه ګواښلي و چې دغه پريکړه ليک ته دې مثبته رايه ورنه کړي.
باختر آژانس د رويټرز د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: دغو ډيپلوماتانوچې د مسکو د غبرګون له ويرې دخپلو نومونو يادونې ته نه دي حاضر شوي؛ ويلي دي چې روسيې د ملداوي، قرغزستان او د تاجکستان په ګډون هيوادونه او څو افريقايي هيوادونه په غچ اخستوونکو اقداماتو ګواښلي و.
په همدې حال کې دملګرو ملتو په سازمان کې د روسيې دنمايندګۍ يوه غړي ددغه رپوټ په غبرګون کې ويلي دي چې هيڅکله يې کوم هيواد نه دى ګواښلى، يواځې شرايط يې څرګندکړي دي.
له روسيې سره دکريميا د پيوستون د غندلو غير ضروري پريکړه ليک په سلو موافقو رايو، يوولسو مخالفو رايو او ٥٨ متمنعو رايو سره دملګرو ملتو د سازمان دعمومي ټولنې له خوا تصويب شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته