امنیت

دملي امنيت شورا: دمحرمو دولتي معلوماتوافشاکول دقانون ترپښولاندې کول دي

کابل  باختر د وږي د مياشتې ٢ :
دملي امنيت شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د محرمو دولتي معلوماتو افشا کول د قانون ترپښولاندې کول بللي دي .
د باختر آژانس دخبرله مخې :
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د بيان آزادي او د رسنيو د يادونې وړفعاليت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د خلکو او دولت يو ستر برياليتوب دى .
د ملي امنيت د شورا دفتر د بيان د آزادۍ په حق چې دهېواد داساسي قانون  په ٣٤ ماده کې تضمين شوى دى؛ ژمن دى او په بشپړه توګه يې دفاع کوي.
په دې وروستيو وختوکې په مجهول هويت سره دفيسبوک دټولنيزې شبکې يوه مخ، د هېواد د نافذو قوانينو د حکمونو پرخلاف، محرم دولتي معلومات چې د هېواد د ملي امنيت د شورا د دفتر د کارکوونکو د هويت افشاکول پکې شامل دي؛ خپاره کړي دي چې له شک پرته د جدي امنيتي خطرونو سبب کيږي.
د ملي امنيت د شورا دفتر د بيان د آزادۍ او په اطلاعاتو د خلکو د لاسبري دحق  د اصل په پام کې نيولو سره له اړوندو ادارو څخه غوښتي دي چې د امنيتي برخې  د محرمو معلوماتو د افشا کولو د دوام د مخنيوي په مقصد د دغې قضيې له سرغړونکو سره د هېواد له نافذو قوانينو سره سم عمل وکړي.
د ملي امنيت د شورا دفتر په هېوادکې د بيان د آزادۍ له لا زياتې پراختيا او ټينګښت سره په  قوي ژمنې سره د هېواد د رسنيو انتقادي کړنو ته د قدر په سترګه ګوري او هغه د نظام د جوړښتونوپه ښه والي کې اغيزمن بولي. خو د محرمو دولتي  معلوماتو افشا کول له قانون څخه د سرغړونې موجب بولي او له رسنيوڅخه غواړي چې د محرمو دولتي اطلاعاتو د محرميت د اصل په رعايتولو سره، خپل رسالت ادا کړي .
د ملي امنيت د شورا دفتر يو ځل بيا د بيان د آزادۍ د پياوړتيا په نسبت خپله ژمنه اعلاموي او د افغانستان د مطبوعاتو سترې کورنۍ ته ډاډ ورکړي چې په دې برخه کې د دوى د سترو برياليتوبونو ملاتړکوي او اجازه نه ورکوي چې د دوى مسلکي استقلال له ګواښ سره مخامخ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته