کابل/ باختر/ د وري دريمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې دپوځيانو په توپچي بريدونو کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د شاجوي ولسوالۍ په ځينو سيموکې بريدونه شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې بريدونه وشول .
ويل کېږي چې ددغو نښتو په پاى کې دطالبانو څوسپکې او درندې جنګي وسايل دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ