فرهنګ

په تيرو اوولسو کلونوکې په رسنيو کې دکارکوونکو ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي شپږ څلويښت مورده ثبت شوي دي .

-کابل باختر دکب شپاړلسمه :
دافغانستان دازادو رسنيو ملاتړي بنسټ پرون دښځې ورځ ديوې غونډې په جوړولو سره ونمانځله .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې چې دښځو  ، سولې اطلاع رسونې  او ورځپاڼې ليکنې  ترعنوان لاندې  جوړه شوه ، دافغانستان دازادو رسنيو د ملاتړي بنسټ ( ني )  رييس مجيب خلوتګر  په رسنيو کې دښځينه کارکوونکو او خبريالانو  پرخلاف دتاوتريخوالي د ٤٦ مواردو يادونه وکړه  چې په تيرو اوولسو کلونو  کې په دغه بنسټ کې ثبت شوي دي او ١٢ موارد يې دوژنې سبب  شوي دي چې دوه تنه  بهرني ښځې  هم پکې شاملې دي .
  ده دجنسي توپير  تر څنګ  ناامني او ټولنيز محدوديتونه په هېواد کې  په رسنيو کې دکارکوونکو ښځو او نجونو دکار په لاره کې  مهمې ستونزې  وبللې او له عدلي اوقضايي  مراجعو څخه  يې وغوښتل  چې دخبريالانو په تيره بيا دښځينه خبريالانو پرخلاف  دتاوتريخوالي  ددوسيو څيړنې ته  لومړيتوب ورکړي .
خلوتګر  دغه راز درسنيو له مسوولانو څخه وغوښتل چې دښځو زيات ملاتړ وکړي درسنيو له لارې  او دښځو دامتيازي  درخصتيو په تطبيق ، او دخوندي کاري فضا او دفرهنګي کار په برابرولو  کې هڅه  او هاند وکړي .
دافغان ژورناليستو ښځو داتحاديې رييس شفيقې حبيبي  خبرې وکړې او په افغانستان کې يې دښځو لپاره خبريالي سخت کار وباله او ټينګار يې وکړ چې خبريالې ښځې دې بايد دخبر رسولو په لاره کې دنارينه و  په شان هڅه وکړي او په دې لاره کې مبارزې ته دوام ورکړي .
په همدې ترتيب   داطلاعاتواوفرهنګ  وزارت مالي   اداري او ګرځندوى  معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  هم خبرې وکړې او دامنيتي اوفرهنګي ستونزو تر څنګ جنسيتي  توپير يې له نورو عواملو څخه وبلل چې خبريالو ښځو درسانه يي کار خنډ کېږي
ددې دڅرګندونوله مخې، دغه موضوع آن درسنيو دمديريت په برخه کې هم په ډاګه تر سترګو کېږي اوښځو ته  اجازه نه ورکول کېږي چې  ديوې رسنۍ  مديره   وي ، وروسته دافغان ژورناليستو ښځو دټولنې رييسې فريدې  نيکزاد  هم دني بنسټ ، دافغان ژورناليستو ښځو دټولنې ، په راډيو ټلويزيون  کې دښځو دټولنې ، دژورناليستو ښځو دملاتړ دمرکز او دښځينه  خبريالانو  دهمغږى دمرکز ګډه اعلاميه  ولوستله  او له حکومت څخه يې په رسنيو کې دکارکوونکو ښځو  لپاره دسالم  فعال  اوخوندي چاپيريال درامنځته کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې حکومت بايد دښځو دهغو نه ستړې کيدونکو هڅو چې په رسنيو کې کار کوي او په تيرو اتلسو کلونوکې يې دښځو دحقوقو درواجولو  په لاره کې هلې ځلې  کړي دي، درناوي وکړي او ډاډ ورکړي چې دهغوى غږ دسولې په خبرو کې  اوريدل کېږي او دبيان ازادي داطلاعاتو بدلون او هغو ته لاسرسۍ  له هر راز معاملې څخه خوندي وي.  ددې  غونډې په پاى کې دافغان ژورناليستو ښځو داتحاديې درييسې شفيقې حبيبي اودپنځو تنو نورو ښځينه خبريالانو دغوره خبريالانو په توګه دهغو ستاين ليکونو په ورکولو سره  قدرداني وشوه چې دني بنسټ له خوا برابر شوي و .   ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته