کابل باختر د غبرګولي شپږمه :
دهيروئينو دوه تنه قاچاق وړونکي دقندهار ولايت په هوايي ډګرکې ونيول شول .
دقندهار ولايت دملي امنيت يوه مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل: دوو تنو چې غوښتل په خپله ګيډه کې هيروئين له هېوادڅخه بهر ته قاچاق کړي، دملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شول .
ده وويل: دغو دوو تنو دهيروئينو پنځه ديرش کپسولونه خوړلي و او غوښتل يې هغه د قندهار د هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي .
خو دهوايي ډګر ترمينل ته له رسيدومخکې دملي امنيت د منسوبينو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول .
ده وويل: له نيول شويوکسانو څخه تحقيقات دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ