امنیت

په پاکستان کې ددرې څلويښتو تنو مليشه طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
دپاکستان اردو وايي  چې ددغه هيواد په شمال لويديځ کې په قبايلي سيمه کې  دهوايي عملياتو په بهير کې  درې څلويښت تنه مليشه طالبان وژل شوي دي .
دپوځي مقاماتو دڅرګندونوله مخې ، دغه بريدونه پرون  دشمالي وزيرستان په دوو کليو ترسره شول .
دوژل شويو مليشو  دهويت او مليت په باب  څه نه دى ويل شوى  او څرنګه چې خبريالان  دغو سيمو ته  دورتګ اجازه نه لري، نه شو کولاى چې دغه خبر تاييد او يا رد کړو .
له هوايي عملياتو څخه  څو ساعته وروسته  دپاکستان  داردو وياند جنرال عاصم  بجوا وويل چې دشمالي وزيرستان  په شوال دره کې هم ځمکني عمليات  پيل شوي دي .
   دپاکستان اردو  د٢٠١٤ ميلادي کال  دجون په مياشت کې په دغوسيمو کې عمليات پيل کړل  او دپوځي مقاماتو  دڅرګندونوله مخې په دغو عملياتو کې څه ناڅه درې زره تنه مليشه طالبان وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته