امنیت

د هيواد په بېلابېلو سيموکې دولس تنه تروريست طالبان ووژل شول

کابل –باختر د وږي دمياشتې ٢٧
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په محاربوي عملياتو کې ١٢ تنه تروريست طالبان ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېوادوالو د سر او مال د ساتنې او د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ يرغليز او چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دولس تنه تروريست طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو ګډو عملياتوکې چې د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتيا، پکتيکا، لوګر، قندهار، روزګان، غور، تخار، بغلان، کندز، سرپل ، جوزجان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول، د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍپه مربوطاتوکې ٦ تنه جګړه مار طالبان او د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ٣ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
دغور ولايت د پسابند او دولينه ولسواليو په لاره کې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤ تنه نوريې ټپيان شول او د کونړ ولايت د وټه پورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې يو داعشى وژل شوى دى .
ديوبل خبرله مخې :
دهغو عملياتو په بهيرکې چې د کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول؛ د ملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته