ټولنه

دتخار له بيځايه شويوګورنيو سره مرسته وشوه .

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
په تخار کې دوروستيو جګړو په پايله کې  نږدي  پنځه زره کورنۍ بيځايه شوي او دتالقانو په ښار کې ځاى پرځاى شوي دي .
  دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دغه کورنۍ  دتخار ولايت دخواجه غار ، بهارک  +_ دشت قلعه ، چاه اب ، ينګي قلعه ، خواجه بهاوالدين او د اشکمش له ولسواليو او دتالقانوښار دابدال له سيمې او دکندز ددشت ارچي له ولسوالۍ  څخه  له دوو اوونيو راپديخوا  ددشت رباط په سيمه  او دتالقانو ښار دقبر قاضي په ساحه کې ځاى پرځاى شوي دي .
دتخار دوالي وياند  جواد هجري وايي  تراوسه پورې  له زرو کورنيو سره  دنړۍ  دخوړو دسازمان  او له طبيعي پېښو سره دمبارزې درياست له خوا  دخوراکي توکو اوژمنيو جامو مرسته شوې ده .
  يوشمېر بېځايه شوي کورنۍ ادعاکوي چې تراوسه پورې له دوى سره مرسته نه ده شوې .
جواد هجري وايي چې د بيځايه شويو کسانو ګڼه ګوڼه  ډېره ده  او هلې ځلې کېږي  چې له ټولو سره يې مرسته وشي . او دغه مرستې همدا اوس دوام لري .
خبرځاى زياته کړه چې سيمه ييز اومرکزي حکومتونه هلې ځلې کوي چې په ناامنو سيمو کې  عمليات ترسره کړي  او خپلوکورونو ته دبې ځايه شويو کسانو دبېرته ستنولو زمينه برابره کړي .
هجري زياته کړه چې اوس  دتخار په خواجه غار ولسوالۍ کې جګړه دوام لري  او پوځيان  دډار اچوونکو له شتون څخه دجګړه ځپلو سيمو په پاکولو بوخت دي
چې دغه کورنى د زيات سړښت  له امله  زيانمن نه شي .
  ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته