امنیت

په قندهار کې ددښمن جنګي وسايل ترلاسه شول .

کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
په قندهار کې دافغان ګډو ځواکونو دچلاڼيزو عملياتوپه بيهر کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شول .
دقندهار دوالي ويندوى دواخان مينه پال دباختراژانس  خبريال ته وويل ، دغه عمليات تيره شپه دافغان امنيتي ځواکونو له خوا ددغه ولايت دپنجوايي اوخاکريز په ولسواليو کې ترسره شول چې له امله يې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي  وسايل، کلاشينکوفونه ، دپيکا ماشينګنې، ريموت کنترول او ډول ډول ماينونه  پکې شته او هم ددښمن پنځوس کيلوګرامه نشه يي توکي او يوموټرسايکل  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، دغه عمليات دپنجوايي ولسوالۍ  دشلوات او دخاکريز ولسوالۍ په سياسنګ سيمو کې ترسره شول او په عملياتو کې  شاملو امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته