امنیت

د وسله والو طالبانو له شتون څخه د ننګرهار د خوږياڼي ولسوالۍ پاکول

کابل/باختر/ د زمري  ١٩مه
د ننګرهار د خوږياڼي ولسوالۍ په پوځي عملياتوکې د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
دغه عمليات د هېواد د هوايي قواوو په ملاتړ، د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو پوځيانو په ګډون ترسره شول.
د هېواد په لوېديځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په عملياتوکې پوځيانو په دې بريالي شول چې په دوو اوونيوکې د خوږياڼي ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.
هغه وويل چې پوځيانو د طالبانو له شتون څخه د خوږياڼي ولسوالۍ له بشپړ پاکولو وروسته اوس هم د امنيتي پوستو په جوړولو بوخت دي چې خلک خپل ورځنى ژوند په آرامۍ سره تېر کړي.
په عملياتو کې څه ناڅه ٥٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د دښمن لسګونو مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شوي دي.
پوځي مقاماتو په دغو عملياتوکې د شپږو پوځيانو تپي کېدل هم تاييد کړل.
د رارسيدلو خبرونوله مخې: د طالبانو له شتون څخه د خوږياڼي ولسوالۍ په بشپړ پاکولو سره، خلک خپلو ټاټوبو ته د راستنېدو په حال کې دي.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته