سیاست

جمهورريیس غني په هسکه مېنه کې د وروستي تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه

کابل/ د تلې ٢٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې سیمې اړوند پر جامع جومات د وروستي تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو سره، د غمشریکۍ په موخه دغې ولسوالۍ ته ولاړ.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررييس غني د قربانیانو له کورنیو او د شینوارو له مشرانو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ پرمهال وویل: دا یوازې ستاسو نه، بلکې زموږ ټولو شریک غم دی او سخت ورباندې غمجن یوو. 
د هېواد جمهورريیس د قربانیانو د کورنیو د زغم او عظمت ستاینه وکړه او ويې ویل: د قربانیانو د کورنیو د غم کمولو په موخه به دوی ته د یوې یوې نمرې ځمکې د ورکولو ترڅنګ د هغوی د کورنۍ غړي بیت الله شریف ته د عمرې او حج مراسمو د ادا کولو لپاره ولېږو.
جمهورريیس د جمعې په ورځ د هسکې مېنې د جودرې سیمې اړوند پر جامع جومات شوی تروریستي برید چې یو شمېر هېوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول، د بشریت، انسانیت، اسلامیت او افغانیت پر وړاندې  ناوړه عمل وباله.
محمد اشرف غني دغه خونړي تروریستي برید ته په اشارې وویل: دا یوازې د دې واړه کلي غم نه دی، بلکې دا په ملي او بین المللي کچه یوه فاجعه ده چې په سختو ټکو یې غندو او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به له عاملینو څخه د غچ اخیستنې په موخه داعش او نورې تروریستي ډلې سختې وځپي.
جمهورريیس غني د داعش د ځپلو او ماتولو په برخه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د شینوارو قوم همکارۍ څخه په مننې او ټینګار سره وویل: د شینوارو ټولې ولسوالۍ به د داعش او نورو تروریستي ډلو له پاتې شونو څخه پاکې شي.
جمهورريیس وویل: د هېواد په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو د جوړولو پروګرام کې به د شینوارو شپږو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړل شي او همدارنګه به اړوندې ادارې او مسوولین د دې ولسوالیو د ښوونځیو، د څښاک اوبو، روغتیایي او نورو ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
حاجي عبدالستار خان د قربانیانو د کورنیو د غړو په استازیتوب د جمهورريیس او ورسره پلاوي له غمشریکۍ څخه په مننې وویل: موږ ټول باید له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه له خوارجو سره کلکه مبارزه وکړو، ترڅو سیمه د دوی له شتون څخه پاکه او خپل خلک د هغوی له شرارت او وحشتونو څخه خوندي کړو.
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته