کابل باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه :
د ملي امنيت ادارې په لغمان ولايت کې د وسله والوطالبانو د تروريستي ډلې د يو ماين ښخوونکي د نيولو خبر ورکړ .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنيت د ادارې موظفينو د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د نيم ناني د کلي په مربوطاتوکې د عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې يو غړى له يو ماين سره ونيوه.
دغه سړى حشمت الله نوميږي او د طالبانو په تروريستي ډله کې يې په خپل غړيتوب اعتراف کړى او ويلي يې دي چې د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې له مخکې څخه په يو ټاکلي هدف د تروريستي بريد نيت درلود.
0 د یوې دقیقې څخه لږ