کابل، د چنګاښ٢٧مه، باختر
د باميانو په مرکز د (قرغنه تو) دښتې په ساحه کې په ١٢٠٠ جريبه ځمکه کې د ډبرو سکرو زيرمتون پرون پرانیستل شو.
د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي وويل چې په ټول هېواد کې امنيت تامين دى او حکومت هڅه کوي چې کورنيو او بهرنيو پانګه والو او سوداګرو ته د اسانتياوو زمينه برابره کړي.
د باميانو والي له پانګه والو په مننې سره څرګنده کړه سوداګراو پانګه وال د هېواد د ابادۍ او د اقتصادي پرمختګ لپاره ونډه اخلي او حکومت هم د کورنيو او بهرنيو پانګه والو هر اړخيز ملاتړ کوي.
هغه له سوداګرو اوپانګه والو وغوښتل چې د هېواد د سمسورتيا لپاره هڅې وکړي او خپل فعاليتونه پراخ کړي.
د يادونې وړ ده چې د ډبرو سکرو دغه زېرمه ١٢٠٠ جريبه ځمکه ده چې ٦٠٠ جريبه ځمکه يې پرون د ښار جوړولو او اراضي رياست له خوا په پانګه والو ووېشل شوه.
\ ج