امنیت

نهه تنه ډاراچوونکي ووژل شول

_ کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
نهه تنه  ډاراچوونکي طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو يرغلګرو نن سهار  په کامديش ولسوالۍ  کې دډيورند له کرښې څخه  دتيريدو په وخت کې  دپوځيانو له خوا بريد وشو.
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه  قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې  جګړه کې  نهه تنه يرغلګر ووژل شول.
ده وويل ؛ پوځيان دډيورند کرښې ته څيرمه په  ګزمې بوخت وو چې پرې  بريد وشو.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي ځواکونوپه نورستان ولايت کې ديولړ  چاودنو مخه نيولې ده.
په  خبرونو کې ويل شوي دي  چې امنيتي ځواکونو نن سهار  دنورستان ولايت  له ګن ميشتو لارو او سيمو څخه  څلور ماينونه کشف اوشنډکړل.پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته