ټولنه

د١٣٥٧-١٣٥٨کلونو د شهيدانو دملي ماتم د ورځې له امله چې د (اګسا) له خوا شهيدان شوي دي؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پيغام ګرانو او شهيدپالو هيوادوالو !

کابل باختر دتلي  اتمه :
د١٣٥٧-١٣٥٨کلونو د شهيدانو دملي ماتم د ورځې له امله چې د (اګسا) له خوا شهيدان شوي دي؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم  پيغام
  ګرانو او شهيدپالو هيوادوالو !
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت د هيواد دګرانو شهيدانو د پنځه زره کسيز لست د خپريدو په مناسبت چې د ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کلونوکې د اګسا د جهنمي سازمان له خوا د څرخي پله په  پوليګونونوکې او زموږ  دګران هيوادپه نورو سيموکې شهيدان شوي دي؛ عمومي ماتم اعلام کړى دى او نن په همدې مناسبت په ټول هيوادکې دفاتحې اخيستلو مراسم پرځاى کيږي.
په همدې مناسبت د خپلې ډاډګيرنې او تعزيت مراتب د افغانستان دګرانو شهيدانوکورنيو، معلولينو او معيوبينو او د هغوى کورنيو او زموږ د ځوريدلو او شهيدپالو خلکو ته وړاندې کوم .
دګران افغانستان ټولو ګلګون کفنو شهيدانو ته د لوى خداى ( ج ) له دربار څخه د فردوس جنت او د شهيدانو پاتې کسانو اوکورنيو ته دجميل صبر هيله کوم .
ګرانو خويندو او ورونو !
په افغانستان کې د ثور د اوومې نيټې خونړۍ کودتا، خلکو ته د سترو مصيبتونو او بدبختيو پيل شوه. د خلکو د ډموکراتيک ګوند په مشرۍ په هيوادکې د کمونستي رژيم د دوام په نتيجه افغانستان په خونړۍ هيواد بدل شوچې د هغه له امله هره ورځ د عالمانو، پوهانو، استادانو، ښوونکو، محصلينو، پوځيانو، کارګرانو، بزګرانو او د نورو اصنافو او نورو هيوادوالو په ګډون له بېلابېلو اقشارو او طبقاتو څخه زموږ په سلګونو تنه هيوادوال ډله ډله په ټول قصاوت اوبې رحمۍ سره د څرخي پله په پوليګونونوکې او د هيواد په نورو سيموکې دکمونستي رژيم د عمالو له خوا وژل کيدل.
  دغه خونړۍ جنايتونه زموږ دګران هيواد په تاريخ کې نه هيريږي او دوحشت او ډار د کلونو د قربانيانو ياد او خاطرې به زموږ دخلکو په ذهنونوکې وي او راتلوونکو نسلونو ته به وليږدول شي. زموږ ګران هيوادپه هغوکلونوکې د رژيم او خلکو د ډموکراتيک ګوند د واکمنۍ په خونړۍ هيواد بدل شو.
سره له دې چې د وخت کمونستي رژيم غوښتل ددغه هيواد دمبارزينو، انديشمندانو او د عادي خلکو په اعدامولو سره په درست هيوادکې وګړني پاڅونونه وځپي، خو د افغانستان شهيدپالو خلکو د رژيم پرخلاف خپله داعيه پرې نه ښودله .
د سرو ځواکونو له خوا د افغانستان د اشغال په کلونوکې زموږ خلکو د برحقه جهاد پيل او هغه پيښې چې په دغوکلونوکې رامنځته شوې؛ وښودله چې زموږ دګران هيواد د شهيدانو وينه د سيلاو او قهرجن توپان په شان په پاى کې د مستبدينو او اشغالګرانو برجونه اوماڼۍ ورانې کړې او د کمونيزم له منګولوڅخه يې د نړۍ ډيروهيواونو ته د ژغورنې د فرصتونو زيرى راول .
ګرانو هيوادوالو !
يوځل بيا د خپلې ډاډګيرنې مراتب د هغو ګرانو شهيدانو ټولو کورنيوته چې مبارک نومونه يې د اعلام شوى پنځه زره کسيز په لست کې شته او هغو ټولوکورنيو ته چې خپل عزيزان يې له هغه وروسته له لاسه ورکړي دي؛ وړاندې کوم.
زموږ د ګران هيواد افغانستان د ټولوګرانو شهيدانو اروا دې ښاده او د هغوى ياد او خاطرې چې خپل ګران ځانونه يې د خپل هيواد د آزادى او استقلال په لاره کې  قرباني کړي دي؛ جاويدانه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته