امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يوه ډيپو تېره شپه کشف شوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٤
د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلويوه ډيپو تېره شپه دملي اردو دځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې کشف شوه.
د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ د عامه چارو آمر ډګرمن محمد سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي اردو ځواکونو د هغو عملياتو په بهيرکې چې د قندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې يې ترسره کړل؛ دوسله والو طالبانو د ډلې د سپکو جنګي وسايلو يوه ډيپو د دغې ولسوالۍ په يوه کورکې کشف کړه.
خبرځاى زياته کړه چې په دغې ډيپوکې شپږ کلاشينکوفونه، چره يي ټوپکونه ،اووه ډول ډول ماينونه، يو کره بين، د بي ام – ٤٠ ميزايل دوه ماينونه، د بي ام – ١٢ توغندي يو ماين او دوه شل تيره بوشکه يي ماينونه ځاى پرځاى کړى شوي و.
خبرځاى زياته کړه چې وسله والو طالبانو له دغو وسايلو څخه د قندهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تروريستي او ورانکارو بريدونو کې استفاده کوله.
خبرځاي زياته کړه چې تراوسه پورې د دغې قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى. ترلاسه شوې وسله د قندهار ولايت امنيې قوماندانۍ ته ليږدول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته