امنیت

دهېواد په ختيځ کې دداعش د ډار اچوونکو بريد ونودجګپوړي طراح وژل کيدل

کابل باختر د مرغومي  لسمه :
دداعش دډلې دډاراچوونکو بريد ونويوجګپوړي طراح دهېواد په ختيځ  ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شو .
قاري رياض  دننګرهار په چپرهار  ولسوالۍ کې  دهوايي بريد له امله ووژل شو
  دهېواد په ختيځ کې دملي اردو  يو جګپوړي قوماندان دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې په دغه هوايي بريد کې دډار اچوونکو يو جګپوړي طراح  قاري رياض  له څلورو تنو نورو ډار اچوونکوسره ووژل شول .
  ده قاري رياض  دهېواد په ختيځ کې دداعش دجګپوړي طراح په نامه ياد کړ او ويې ويل چې په  کونړ ، نورستان ، ننګرهار او دلغمان ولايت په مربوطاتو کې  زياتره ډار اچوونکي اوخونړى  بريدونه دده له خوا طراحي کيدل .
  ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته