اقتصاد

د لاجوردو د لارې د موافقه ليک تخنيکي چارې په انقره ښارکې وڅيړلې شوې

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٤ :
د لاجوردو د لارې د موافقه ليک د بشپړولو لپاره د دغې لارې درېمه پنځه اړخيزه ترانزيتي او ترانسپورتي تخنيکي غونډه، د ترکيې د حکومت په کوربه توب په انقره ښارکې جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې د ترکيې په کوربه توب او د دواړو هېوادونو، افغانستان او ترکيې په ګډ مشرتوب جوړه شوه، د افغانستان، ترکمنستان، آذربايجان، ګرجستان او د ترکيې د هېوادونو جګپوړو مسوولينو، کارپوهانو، د اقتصادي،حقوقي، ترانسپورتي، ترانزيت او د ګمرکاتو د چارو ديپلوماتانو ګډون کړى و.
د اړوندو هېوادونو استازو د موافقه ليک د متن د بډاى کولــــو لپاره چې په  حقيقت کې د کابو ٢٨٠٠ کيلومترو په واټن  د دغه تګلوري  حقوقي  چوکاټ دى، خپلې نوې نظرې وړاندې کړې.
په دې غونډه کې د هغو مواردو په باب چې د نظر اختلاف پرې شتون درلود، خبرې وشوې او د امکان تر پولې د پنځو هېوادونو د نظر د موافقې د ترلاسه کولو لپاره خبرې وشوې.
د دغه موافقه ليک دبشپړولو او لاسليک کولو لپاره، د برخه والو له خوا وړانديز وشو چې وروستۍ تخنيکي غونډه دې تر دوو مياشتو پورې په باکو ښارکې جوړه شي.
دخپلواکو بنسټونو دلومړنيو مطالعاتوله مخې، د دغې لارې تګلورى چې تاريخچه يې څه دپاسه دوو زرو کلونو ته رسيږي، د وريښمو د لارې يو اصلي تګلورى دى. په هغه وخت کې د لاجوردو په ګډون د افغانستان قيمتي ډبرې د بدخشان له کانونو څخه له همدې تګلوري څخه اروپا، بالکان او د مديترانې د سواحلو هېوادونو ته صادريدې .
د لاجوردو لاره د جنوبي آسيا او داروپايي هېوادونو په ګډون  ددغه تګلوري د دواړو غاړوهېوادونو ته دمالونو دليږدونې لپاره ډيره لنډه  تجارتي لاره بلل کيږي. له دغه تګلوري څخه تجارتي مالونه د نورو ترانزيتي تګلورو په نسبت له دريوڅخه ترڅلورو ورځوپورې په لنډه موده کې ليږدول کيږي او په هره لارۍ کې له زرو څخه تر دوه زرو ډالرو پورې تخفيف رامنځته کيږي.
د لاجوردو د لارې طرحه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت له  نوښتونو څخه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته