کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه
درې تنه وسله وال مخالفين پرون دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دملي پوليسو له خوا ونيول شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل : ملي پوليسو دملي اردو او دائتلاف دځواکونو په ګډو هلوځلو سره دننګرهار ، کندهار او هلمند دولايتونو په مربوطاتوکې درې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې له زروګوليو سره درې کلاشينکوفونه ، اووه اتيا کيلوګرامه کرستال ، يو موټرسايکل اودوه موټرونه هم دملي پوليسو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز ملي پوليسو پرون درې ماينونه ، دزيکو يو پنځوس بکسي ګولۍ ، دهاوان شپږ ماينونه ، دپيکا ٨٥٠ګولۍ او شپږ لاسي بمونه چې دمخالفينو له خوا دتروريستي فعاليتونو په مقصد دسمنګانو اوپنجشير ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي شوي وو کشف او ترلاسه کړل .