کابل باختر د کب لسمه :
په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي سياسي مرستيال او د انتخاباتي اصلاحاتو د خاص کميسيون کتوونکي غړي (تداميچي ياماموتو) نن د جمهوري رياست له دويم مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل او د انتخاباتي مسئلو په باب يې خبرې وکړې .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې د انتخاباتي اصلاحاتو په ترسره کولو په ټينګار سره څرګنده کړه: (( تر راتلوونکې اوونۍ پورې به دټاکنې دکميټې د کار د پيل په باب د جمهور رييس تقنيني فرمان صادر شي او دغه کميټه به د اوسنيو قوانينو له مخې جوړه شي .))
ده دغه راز وويل: د ټاکنې په کميټه کې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، سترې محکمې او د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د رييسانو په ګډون سربېره د مدني ټولنې او د ښځو د شبکې دوه تنه غړي به هم شامل وي.
قانونپوه دانش دغه راز د انتخاباتي اصلاحاتو د کميسيون د پيشنهادي طرحو په باب هم وويل: د انتخاباتي اصلاحاتو د خاص کميسيون دواړه پيشنهادي طرحې زموږ د موافقې وړ هم دي او يوازې د دريو موضوعګانو انتخاباتي محکمې، د انتخاپاتي نظام د بدلون او د ټولپوښتنې د حوزو په باب بايد راتلوونکي پارلمان تصميم ونيسي .
ده د ټولپوښتنې د حوزو د فهرست دبرابرولو او درايه ورکوونکو دنومونو دثبت په باب هم څرګنده کړه: (( زموږ په نظر تر هغه وخته پورې چې بيا نوم ليکنه ترسره نه شي او د رايه ورکولو په شرايطو د برابروکسانو رښتيني فهرست برابر نه شي، هيڅکله به د هېواد د انتخاباتوپه بهيرکې شفافيت تامين نه شي. ))
د جمهور رييس مرستيال په را روان کال کې د انتخاباتو په ترسره کولو په ټينګار سره څرګنده کړه: کله چې د جمهور رييس تقنيني فرمان صادر شي او د ټاکنې کميټه خپل کار پيل کړي؛ بايد د انتخاباتو تدارکاتي او لوژستيکي مسئلې د پاملرنې وړ وګرځي او له نړيوالو همکارانوسره په دې باب خبرې پيل کړو .
په دې کتنه کې دغه راز په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي سياسي مرستيال د انتخاباتي اصلاحاتو په لاره کې دجمهور رييس دمرستيال د هڅو او هاند له امله د قدردانۍ په څرګندولو سره وويل: موږ او زموږهمکاران د انتخاباتي اصلاحاتوپه باب د افغانستان د حکومت د تصميم بشپړيدو سترګې په لاره يو او کله چې د حکومت له خوا ليکلې غوښتنې ترلاسه کړو، د انتخاباتو د ترسره کولو د بودجې په باره کې به له خپلو نړيوالو همکارانو او مرستندويانو سره خبرې وکړو .
ده ټينګار وکړ: ملګري ملتونه او دغه راز نړيوال همکاران د اصلاحاتو دبهير هرکلي کوي او د انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې هر راز همکاري ته چمتو دي .
0 2 دقیقې لوستل