سیاست

جمهور رئیس حامدکرزي د ختیځو ولایتونو له مشرانو او مخورو سره وکتل

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٠ :
د ختیځو ولایتونو یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د افغانستان له جمهور رئیس حامدکرزي سره په کتنه کې په هېواد کې د رڼو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کېدلو باندې ټینګار وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې  کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، مولوي عبدالعزیز خیرخواه، خانجان الکوزي، حاجي روح الله او حاجي ملک نذیر د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان د خلکو په استازیتوب خبرې وکړي.
ویناوالو د هېواد پر نورو مهمو ملي مسئلو سربیره په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کېدل یوه ډیره مهمه ملي مسئله وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه انتخابات باید له هر ډول بهرنۍ او کورنۍ لاس وهنې څخه په خلاصه فضا کې ترسره شي ترڅو د افغانستان هر وګړی وکولای شي له ویرې او اندیښنې پرته د خپلې خوښې وړ شخص ته رایه ورکړي.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د ختیځو ولایتونو خلکو ته ډاډ ورکړ چې انتخابات به هرومرو ترسره کیږي، هیچا ته به ددې اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان په دغه مهمه ملي مسئله کې لاس وهنه وکړي.
حامدکرزي ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان دولت به هڅه وکړي چې  د انتخاباتو پرمهال داسې شرایط برابرکړي چې د دې هېواد هر وګړی له اندیښنې پرته په انتخاباتوکې ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته