ورزش

د فوتسال سياليو په هرات کې دوام وکړ

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
د هرات د فوتسال د غوره ليک سياليو پرون مازيګر په اوو لوبو سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليوکې د متحد، غازي، انصاري، ميوند، کهسان او د سلطان مصطفى ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول .
دغه راز د ميلاد او د ال _ جي ټيمونو لوبه د اووه اووه ګولونو په وهلو سره برابره پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په اوونۍ کې يوځل د جمعې په ورځو دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته