سیاست

د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړې او د سولې بهیر برخلیک

 کابل/ د زمري ۱۹مه / باختر
د سولې مشورتي لویه جرګه نن د یو پرېکړه لیک په تصویبولو سره پای ته ورسېده. دا جرګه د طالبانو د هغو بندیانو د خلاصون په اړه د سلامشورو لپاره رابلل شوې وه، چې جمهوررییس ویل د اساسي قانون او جزا کد له مخې د هغوی د خلاصون واک نه لري او په دې اړه باید د ملت استازي پرېکړه وکړي.
د باختر آژانس مفسر د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک او د سولې بهیر برخلیک ته کتنه کړې ده او لیکي:
د سولې مشورتي لویې جرګې غړیو په کاري کمېټو کې د بندیانو د خلاصون په اړه مشورې وکړې. همدارنګه په کمېټو کې  یوازې  د بندیانو د خلاصون په اړه خبرې ونه شوې، بلکې د سولې  بهیر اړوند ټول مسایل په کمېټو کې مطرح شول او بیا د هرې کمېټې رپوټ د جرګې عمومی غونډې ته وړاندې شو او نن په پرېکړه لیک کې ټول مطرح شوي وړاندیزونه راغبرګ شوي دي.
د جرګې پرېکړه لیک یوه لنډه سریزه او ۲۵ مادې لري. هره ماده د سولې بهیر یو اړخ رانغاړي او د جرګې د غړیو د ډله ییز فکر ښکارندویي کوي.
د پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ شوی دی او په دویمه ماده کې ښه په زغرده راغلي دي چې د جرګې غړي د طالبانو د پاتي ۴۰۰ بندیانو د خلاصون وړاندیز تاییدوي.
په ۷ مه ماده کې پر طالبانو هم غږ شوی دی چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول افسران او سرتېري چې له دوی سره بندیان دي، ژر تر ژره خوشي کړي.
په پرېکړه لیک کې همدارنګه ټینګارشوی دی چې له بنده خوشي شوي بندیان باید بېرته د جګړې ډګر ته ستانه نه شي او په دې اړه د جرګې غړیو د یو ډول ضمانت غوښتنه کړې ده. لکه پورته چې وویل شول؛ د جرګې د پرېکړه لیک په هره ماده کې د سولې بهیر بېلابېل اړخونه راغبرګ شوي دي.
جمهوررییس محمد اشرف غني د جرګې پای غونډې ته په وینا کې وویل چې د دغو بندیانو د خلاصون حکم به لاسلیک کړي. په دې توګه د هغه بن بست د ماتولو لپاره، چې د دغو بندیانو د خلاصون په اړه د سولې بهیر مخې ته رامنځ ته شوی و، ښه، معقول، منطقي او افغاني تجویز او تدبیر ونیول شو. د دغه تدبیر اصلي ارزښت په دې کې دی چې د افغانانو د ډله ییز فکر ښکارندویي کوي.
دغې پرېکړې یو ځل بیا په افغاني ټولنه کې د جرګو او په ځانګړې توګه لویو جرګو پر ارزښت او برخلیک ټاکونکي نقش د تایید مهر ولګاوه او دا یې ثابته کړه چې لویې جرګې کولای شي هرې سترې او مهمې ملي ستونزې ته د حل افغاني لاره ومومي او هر ډول بن بست مات کړي.
اوس د سولې بهیر مخې ته ستر خنډ لرې کړای شو. د طالبانو بندیان به خوشي شي. د افغان ولس هیله او تمه دا ده چې له طالبانو سره مخامخ خبرې ژر تر ژره پيل شي او لکه څنګه چې ژمنه شوې وه؛ باید په دغو خبرو کې تر هرڅه وړاندې په هېواد کې د تلپاتي اوربند پر ټینګولو بحث وشي.
نن د ډادمنې سولې د بسیا کولو پر لور یو ستر تاریخي ګام واخیستل شو.
پای/ ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته