ټولنه

د سيلاوونو د راوتلو له امله د سر زيان او مالي تاوان

کابل باختر د ثور ٢٢
د بدخشان ولايت په مربوطاتوکې د سيلاوونو د راوتلو له امله دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
د بدخشان ولايت د تشکان  ولسوال محمد عظيم موسوي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې پرون مازيګر د بدخشان ولايت د تشکان ولسوالۍ د توجکان،  دودګه او دهستاناتو په کليوکې سخت سيلاوونه راووتل چې له امله يې يوه ښځه  او يو نارينه ووژل شول او د يوې ښځې، يوه سړي او ديوه ماشوم په ګډون درې تنه نور سخت ټپيان شول .
موسوي زياته کړه چې د سر په زيان سربېره د خلکو کابو ١٠٠ څاروي له منځه تللي او د شپيتو کيلومترو په اوږدوالي سړک او دولس پلونه او پلګوټې په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي .
ويل کيږي چې د دغو کليو خلکو له خوړو او اوبو پرته د خپل کلي شاوخوا ته پناه وړې ده او له شاوخوا کليو سره مواصلاتي لارې يې په بشپړه توګه تړلې شوې دي.
خبرځاى وويل چې تر اوسه پورې له دغو مصيبت ځپلو کسانو سره هيڅ راز مرسته نه ده  شوې. خو د ولايت له خوا د سروې ټيم سيمې ته استول شوى دى .
  دا په داسې حال کې ده چې خلک همدا اوس خوړو او د څښاک روغتيايي اوبو ته سخته اړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته