امنیت

په بغلان کې دچمقلعه لرغونې ساحه دغيرمسوولو وسله والو کسانو په کنترول کې ده

پلخمري باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٧ :
دبغلان ولايت  دمرکزي بغلان په ولسوالۍ  پورې  اړوند دچمقلعه لرغونې ساحه چې څه دپاسه يو کال کيږي چې دغيرمسوولو وسله والو کسانو په کنترول کې ده.
دباختر آژانس د  خبرله مخې :   که څه هم د لرغونپوهانوپه باور لاتراوسه پورې هم  دبغلان  دلرغونو  اوتاريخي ساحو زياتې برخې  ترخاورو لاندې  پټې دي  خو هغه څه  چې لاتراوسه پورې څرګند شوي دي په ډاګه ددې څرګندوي دي چې يو وخت لرغونۍ بغلان  له ميلاد څخه څه دپاسه  څلور زره  کاله مخکې دشمرق دتاريخي څلې  او د سلاطينو آمرانو اوباچاهانو د ژوندانه ټاټوبى وو، ددغه ولايت له ثبت شويو لرغونو ساحو څخه يوه هم دمرکزي بغلان په ولسوالۍ  پورې اړوند دچمقلعه لرغونې ساحه ده چې  څه دپاسه يو کال کيږي چې دغيرمسوولو وسله والو کسانو لاسته ورغلې ده. 
په بغلان ولايت کې  دګلبدين  حکمتيار په مشرۍ دحزب اسلامي ديوه قوماندان  ميرويس له خوا د چمقلعه دلرغونې ساحې  له نيول کيدو وروسته  دچمقلعه دلرغونې ساحې په  حريم کې داستوګنې دکورونو په جوړولو سربيره   په دې لرغونې ساحه کې   کيندنې هم شوي دي.
دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دفرهنګي ميراثونو مسوول کريم داد رحيمي  دوسله والو کسانو له  کنترول څخه د  چمقلعه دلرغونې ساحې دنه آزاديدو   له امله دخپګان دڅرګندولو په ترڅ کې زياته کړه که څه هم  موږ تراوسه پورې په دې نه يو  بريالي شوي چې ساحه له  نږدې څخه وګورو خودسيمې داوسيدونکو په خبره  دچمقلعه  په ساحو کې کيندنې شوي دي.
دمرکزي بغلان له ولسوال  ګوهرخان بابري او دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت له آمر جنرال اميرګل حسين خيل بغلاني سره دټيلفوني اړيکو له تامينولو سره سره  هغوى دچمقلعه دموضوع په باب دنظر له  څرګندولو څخه ډډه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته