سیاست

د پاسپورټ ورکولو چارې دې له قانونې پړاوونو سره سمې له ځنډ پرته ترسره شي

کابل باختر دليندۍ د مياشتې ٩ :
چارواکي وايي: د پاسپورټ په اداره کې دې، له ځنډ پرته د ټولو مراجعینو چارې په بشپړ شفافیت سره ترسره شي.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
د میدان وردګو والي حیات الله حیات نن د پاسپورټ ادارې چارې وکتلې او د خلکو ستونزې او شکایتونه یې له نږدې واوریدل.
حیات اړوندو مسوولینو ته د چارو د لا ګړندیتوب سپارښتنه وکړه او ويې ویل چې له ټولو قانوني مراحلو تر سراوي سره دې لازم اقدامات وکړي.
والي د پاسپورټ ادارې مسوولینو ته وویل چې امکاناتو ته په کتو دې مراجعینو ته داسې خدمتونه ترسره شي، کوم چې په کابل کې یې د پاسپورټ اداره وړاندې کوي.
حیات الله حیات د پاسپورټ ادارې له یوشمېر مراجعینو سره هم خبرې وکړې او له نږدې یې د هغوی شکایتونه او ستونزې واوریدې.
د میدان وردګو والي دغه راز د پاسپورټ ادارې له مامورینو د هغوی د مشکلاتو معلومات واخیستل او ويې ویل چې له مرکزي ادارې سره به يې د حل پرهدف شریک کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته